ایکنا خبری اژانس په لبنان کې د ایران د کلتوري خونې له قوله راپور راکړ،د نوي میلادي کال په درشل کې د طرابلس او جبل لبنان د سیمې د ارتوډکسو ستر پادري جارج صلیبا،په بیروت کې د ایران د کلتوري خونې په ودانۍ کې په شتون سره په لبنان کې د ایران له کلتوري سلایارعباس خامه یار سره کتنه او خبرې اترې وکړ ې .
جارج صلیبا په کلتوري ډګر کې د ایران د کلتوري خونې د اقداماتو په قدرونې سره ،دنړۍ له مستضعفینو څخه په ملاتړکې د اسلامی ایران دریځونه وستایل او وې وئيل ، دایران اسلامی جمهوریت تل د سلطه ګرو او دهغو په سر کې د امریکا په وړاندې دمستضعفینو ملاتړی دی .
جارج صلیبا زیاته کړې،ایران د توحیدي دینونو له پیروکارو سره په زړه پورې چلند او له مستضعفینو څخه په ملاتړ سره د د توحیدي دینونو په پیروکارو کې د سوله ایزګډ ژوند او له ظلم سره د مبارزې غوره بیلګه وړانډې کړې ده ،او د مختلفو دینونو او مذهبونو د پیروکارو ترمینځ داړیکو پراختیا،په ټولنو کې د رغنده او هدفمندو خبرواترو دکلتور په احیاء کې ډير مهم رول لوبوي .
په لبنان کې د ایران کلتوري سلایارعباس خامه یارهم د هغه په هرکلی سره او د نوی میلادي کال په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره ووئيل ، اسلامی ایران د استعمار ګرو او زبیښونکو قدرتونو په وړاندې د پتمنو ملتونو ملاتړ کوي او دتوحیدي دینونو د پيروکارو ترمینځ په یوه زړتوب او پیوستون په رامینځةکولو پسې دی .
هغه زیاته کړه،د نوي استعمار ددسیسو او ګواښونو شنډول ،د ایران دیو ثابت سیاست دی ، پردې اساس دایران اسلامی جمهوریت، دآسماني دینونو پيروکار ورورولۍ ته بولي ا و د سیمې د ملتونو ترمیڼځ د درز اوتفرقې له هرډول رامینځةکونکي عامل سره مبارزه کوي .